Summary: د افغانستان د کرکټ لوبډله به سبا (چهارشنبه، د اګسټ ۵مه) د ایرلنډ د ملي لوبډلې پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه ترسره کړي. د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې افغان لوبډلې ایرلنډ ته له رسېدو وروسته د دغې لوبلړۍ لپاره خپلې چمتووالي ته دوام ورکړی او د دوشنبې په ورځ یې د روزونکو تر څار لاندې په انډور اکاډمۍ کې د توپوهنې، توپاچونې او ډګرساتنې تمرینونه ترسره کړي دي.افغان لوبډله هڅه کوي، چې د دغې لوبلړۍ پیل په بریا وکړي او د ایرلنډ پر وړاندې غوره پایله خپله کړي.د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د پنځو یو ورځنیو سیالیو دغه لوبلړۍ د دواړو لوبډلو لپاره د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو په چوکاټ کې مهمه بلل کېږي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
کرکټ؛ افغان لوبډله سبا د ایرلنډ پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لړۍ پیلوي
سرچینې
Afghan sources
کرکټ؛ افغان لوبډله سبا د ایرلنډ پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لړۍ پیلوي