Sportsافغانستانپښتو

کرېکټ: افغانستان او زېمبابوې نن د درې هېوادېزې لوبلړۍ په پایلوبه کې مخامخېږي… — Bbc

روان خبرSports1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-23 08:29:50🎙 راډیو واورئ

د افغانستان کرېکټ‌ ملي لوبډله نن د نړیوالو یو ورځنیو لوبو د درې هېوادېزې لوبلړۍ په پایلوبه کې له زېمبابوې سره مخامخېږي. ټاکلې دا لوبه چې،‌ د متحدو عرب اماراتو په شارجه کې کېږي،‌ د افغانستان پر وخت د مازیګر ۴ بجې پيل شي. دا په تېرو ۲۳ کلونو په شارجه کې د کرېکټ‌ د نړیوالو یو ورځنیو لوبو د یوه ټورنمټ‌ لومړنۍ پایلوبه ده. د افغانستان په کوربتوب د دې درې هېوادېز لوبلړۍ درېیم هېواد بنګله‌دېش و، خو دا چې په لومړي‌ پړاو کې یې له افغانستان او زېمبابوې ماته وخوړه،‌ نو له سیالیو بهر شو. افغان لوبډله بیا تر دې دمه تر ټولو په ښه او پياوړي درېځ‌ کې ده، ځکه زېمبابوې او بنګله‌ډېش دواړو ته یې په نسبتآ‌ لوی توپېر ماتې ورکړې دې. افغانستان اوړمه ورځ‌ (چارشنبه د اکتوبر ۲۱مه) همدلته په شارجه کې بنګله‌دېش ته په اوو وېکټو ماته ورکړه او تر هغې ورمخکې یې په دې درې هېوادیزه لوبلړۍ کې خپله لومړۍ سیالي له زېمبابوې د ۱۵۸ منډو په توپیر ګټلې وه. په ټوله کې افغانستان له نننۍ سیالۍ ورمخکې د زېمبابوې خلاف ټولټال ۳۱ یو ورځنۍ لوبې کړې او ۲۱ یې ترې ګټلې دي. که څه هم زېمبابوې په تېرو اتو کلونو کې له افغانستانه ان یوه پنځوس اوریزه سیالي هم نه ده ګټلې، خو د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی ریچارډ…

لنډ معلومات

موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-10-23 08:29:50

مهالوېش

  1. Bbc

    کرېکټ: افغانستان او زېمبابوې نن د درې هېوادېزې لوبلړۍ په پایلوبه کې مخامخېږي – BBC News پښتو

سرچینې

External sources

BbcPS
2026-10-23 07:13:54

کرېکټ: افغانستان او زېمبابوې نن د درې هېوادېزې لوبلړۍ په پایلوبه کې مخامخېږي – BBC News پښتو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button