DevelopmentEnglishافغانستان

کرېکټ: افغانستان بنګله دېش ته په اوو وېکټو ماته ورکړه او د لوبلړۍ… — Bbc

DevelopingDevelopment1 SourcesUpdated: 2026-10-21 20:23:46🎙 Listen to radio

افغانستان د کرېکټ یو ورځنیو لوبو د درې هېوادیزې لوبلړۍ په سیالۍ کې بنګله دېش ته په اوو وېکټو ماته ورکړه او د دې لوبلړۍ پایلوبې ته ووت. د افغانستان، بنګله دېش او زېمبابوې ترمنځ کېدونکې دا یو ورځنۍ لوبې، د افغانستان په کوربتوب په متحده عرب اماراتو کې ترسره کېږي. د نننۍ لوبې پچه بنګله دېش وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه خو ټول لوبغاړي یې په ۱۶۰ منډو وسوځېدل. افغانستان په ځواب کې د بنګله دېش د ۱۶۱ منډو ټاکلی هدف په ۳۶ اوور کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. د افغانستان لپاره لوبډلمشر رحمت شاه تر ټولو ډېرې (۶۷) منډې وکړې. د ده ترڅنګ حشمت الله شهیدي ۳۶ او ابراهیم ځدراڼ ۳۴ منډې وکړې. رحمان الله ګوربز او صدیق الله اتل بیا ژر خپلې وکټې له لاسه ورکړې. بل پلو د بنګله دېش د سر څلور لوبغاړي، تنزيد، سوميا، شانتو او هريدوی ټول په ۲۸ منډو وسوځېدل. ورپسې فروېز حسین او سیف حسن لوبه يو څه قابو کړه، دوی دواړو په ترتیب سره ۷۰ او ۴۱ منډې جوړې کړې. په نننۍ لوبه کې راشد خان یو ځل بیا ښه بالېنګ وکړ او ۴ لوبغاړي یې وسوځول. د ده تر څنګ عظمت الله عمرزي او يمن احمدزي هر يوه دوې دوې وېکټې، بلال سميع او محمد نبي بيا يوه یوه وېکټه واخیسته. دا…

Quick facts

TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-10-21 20:23:46

Timeline

  1. Bbc

    کرېکټ: افغانستان بنګله دېش ته په اوو وېکټو ماته ورکړه او د لوبلړۍ پایلوبې ته ووت – BBC News پښتو

Sources

External sources

BbcPS
2026-10-21 18:16:28

کرېکټ: افغانستان بنګله دېش ته په اوو وېکټو ماته ورکړه او د لوبلړۍ پایلوبې ته ووت – BBC News پښتو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button