کرېکټ: افغانستان زیمبابوې ته د ۳۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه – BBC… — Bbc
د عکس سرچینه، afghanistan cricket board د متحده عربي اماراتو په شارجه کې د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د درېیو شل اوریزو لوبو په لومړنۍ لوبه کې افغان لوبډلې زیمبابوې ته د ۱۷۸ منډو هدف وټاکه، خو د زیمبامبوې ټوله لوبډله د ۱۴۰ منډو له جوړولو وروسته وسوځېده. دې سره افغان لوبډلې د درې شل اوریزو سیالیو لومړنۍ هغه د ۳۷ منډو په توپیر وګټله. فضل حق فاروقي د افغانستان لپاره درې، عظمت الله عمرزي دوې، مجیب الرحمان دوې، راشد خان دوې او شاهد الله کمال یوه وېکټه ترلاسه کړه. له دې مخکې زیمبامبوي د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه. رحمان الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ د افغانستان له لوري لوبه پیل کړه. خو ابراهیم ځدراڼ په دویم اوور کې خپله وېکټه ایله د پنځو منډو له جوړولو وروسته له لاسه ورکړه، چې د ایوانز په توپ یې براین بینیټ کیچ ونیو. د ځدراڼ پر ځای صدیق الله اتل له رحمان الله ګوربز سره د ملګرتیا لپاره میدان ته ووت، خو هغه هم ایله د دوو منډو له ترلاسه کولو وروسته د مسوکو په توپ له لوبې بهر شو. د ده پر ځای راغلی محمد اکرام هم تر ډېره د لوبې په ډګر کې پاتې نه شو او د څلورو منډو له ترلاسه کولو وروسته وسوځېد. د څلورو اوورونو له پای ته رسېدو وروسته…
Quick facts
Timeline
-
Bbc
کرېکټ: افغانستان زیمبابوې ته د ۳۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه – BBC News پښتو
Sources
External sources
کرېکټ: افغانستان زیمبابوې ته د ۳۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه – BBC News پښتو