د افغانستان کرېکټ بورډ او لوبغاړو د شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشینې ښودلې او د افغان کرېکټ په تاریخ کې یې د هغه رول مهم ګڼلی. خو ډېری خلک د راستنېدونکو زدهکوونکو د جذب لپاره د ښوونځیو ظرفیت، د درسي خونو کمښت، د ښوونکو اړتیا، درسي مواد او د زدهکړې کیفیت له مهمو ننګونو ګڼي.حمدالله فطرت زیاته کړې، چې د تېر ښوونیز کال پرمهال د هېواد په کچه له ۸۲زره ۸۳۲ ستانه شويو څخه د ښوونیزې سویې ازموینه اخیستل شوې او بېلابېلو ښوونځيو ته ورپېژندل شوي دي. د هغه په خبره؛ ستنو شویو کورنیو ته د زدهکړو فرصتونو برابرلو لړۍ لاهم دوام لري. هغه وایي، د ستنو شویو ماشومانو لپاره د کډوالۍ اسنادو نشتوالی د دوی د زدهکړو لپاره خنډ نهدی. هغه په دې اړه ویلي: «هغه ستانه شوي ماشومان چې د کډوالۍ پرمهال ښوونیز اسناد نهلري، د اسنادو نشتوالی یې د زدهکړو خنډ نهدی، د کډوالۍ وزارت سره ځانونه تثبیتولای شي او هغوی ورته ځانګړی مکتوب ورکوي». که څه هم طالبان په ښوونځیو او مدرسو کې د لسګونه زره ستنو شویو زدهکوونکو د شاملېدو خبره کوي؛ خو د پوهنې برخې کارپوهان ټینګار کوي چې یوازې ښوونځي ته شاملول بسنه نهکوي، بلکې د زدهکړې کیفیت، دوام او مناسب چاپېریال هم مهم دی. ډېری ستنې شوې کورنۍ اندېښنه ښيي، که د راستنو شویو ماشومانو د زدهکړې اړتیاوو ته پاملرنه ونه شي؛…
Quick facts
Timeline
-
AF International
کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی
Sources
Afghan sources
کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی