د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د پنځو يو ورځنيو لوبو د لړۍ د لومړۍ لوبې پچه یا ټاس اوسمهال د باران له کبله ځنډېدلې ده. د بي بي سي خبريال نديم اشرف چې ایرلنډ ته ورغلی وايي له تېرو څو ساعتونو راهيسې باران ورېږي او نن ورځ د نور باران اټکل هم شوی دی. دغه لوبه د ایرلنډ په کوربتوب په برېډي لوبغالي کې پلان شوې ده. ایرلنډ يو له هغو لوبډلو ده چې له افغانستان سره یې وړاندې هم ګڼې لوبې کړې. تر دې مهاله د دواړو لوبډلو تر منځ ټولې ۳۲ يو ورځنۍ لوبې شوې چې ۱۸ افغانستان ګټلې، ۱۳ ایرلنډ او یوه بې پايلې پایته رسېدلې ده. د ایرلنډ پر وړاندې د افغان لوبډلې ریکارډونو او د افغانستان ورو توپ اچوونکو ته په کتو چې د نړۍ په کچه مشهور دي، افغانستان پياوړې لوبډله ګڼل کېږي خو په ایرلنډ کې چې تر ډېره وېشتنځايونه د تېزو توپ اچوونکو لپاره مناسب بلل کېږي ښايي د افغان لوبډلې لپاره هغومره اسانه نه وي. دغه راز په احتیاطي لوبغاړو کې هم څلورو توپ اچونکو، "قیس احمد، بلال سمیع، فرید احمد او بشیر احمد ته ځای ورکړل شوی دی. د دغو لوبو لپاره محمد نبي، او مجيب ځدراڼ نه دي غوره شوي. د افغانستان کرېکټ بورډ يوه سرچينه وايي، محمد نبي ځکه نه دی غوره شوی چې د هغه اوږدمهالی…
Quick facts
Timeline
-
Bbc
کرېکټ: د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ لوبه د باران له کبله ځنډېدلې – BBC News پښتو
Sources
External sources
کرېکټ: د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ لوبه د باران له کبله ځنډېدلې – BBC News پښتو