کرېکټ: د افغانستان او بنګله دېش ټېسټ لوبه؛ بنګالي لوبغاړو په لومړۍ ورځ… — Bbc
د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د يوازينۍ ټېسټ لوبې په لومړي ورځ بنګله دېش د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۷ منډې وکړې. د دې د ټېسټ لوبې پچه بنګله دېش وکټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. د لوبې په لومړۍ ورځ د بنګله دېش تنزيد حسن خپله وېکټه د عصمت عالم په توپ په ۸۳ منډو له لاسه ورکړه. د افغانستان محمد سليم دری، يمین احمدزي دوه، عصمت عالم دوه او قيس احمد یو بنګالی لوبغاړی وسوځاوه. د بنګله دېش لپاره بيا شادمان اسلام ۶۷، لېتون داس ۵۳، مومن الحق ۳۹، نجم الحسن شانتو ۲۹ او مهدي حسن معراج ۲۴ منډې وکړې. دا د دواړو هېوادونو ترمنځ يوازينۍ ټېسټ لوبه ده چې د افغانستان په کوربتوب د متحده عرب اماراتو په ابوظبۍ کې ترسره کېږي. د افغانستان له لوري د دې سيالۍ لپاره د رحمت شاه په مشرۍ، عبدالملک، صدیق الله اتل، حشمت الله شهيدي، اکرام عليخېل، ضيا الرحمان، شاهدالله کمال، يمن احمدزی، قيس احمد، محمد سليم او عصمت عالم غوره شوي دي. بل پلو د بنګله دېش لپاره د نجم الحسين شانتو په مشرۍ، شادمان سلام، تنزيد حسن، مومن الحق، مشفق الرحيم، لېتون داس، مهدي حسن معراج، حسن محمود، تاج اسلام او عبادت حسين لوبېږي. د افغانستان او بنګله دېش تر منځ له دې ټېسټ لوبې وروسته به د همدې اوکټوبر مياشتې پر ۱۷مه…
Quick facts
Timeline
-
Bbc
کرېکټ: د افغانستان او بنګله دېش ټېسټ لوبه؛ بنګالي لوبغاړو په لومړۍ ورځ ۳۱۷ منډې وکړې – BBC News پښتو
Sources
External sources
کرېکټ: د افغانستان او بنګله دېش ټېسټ لوبه؛ بنګالي لوبغاړو په لومړۍ ورځ ۳۱۷ منډې وکړې – BBC News پښتو