کرېکټ: د افغانستان او زېمبابوې د ټېسټ لوبې وروستۍ ورځ – BBC News… — Bbc
د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د دویمې ټېسټ لوبې پنځمه یا وروستۍ ورځ روانه ده. دغه ټېسټ سیالي چې د افغانستان په کوربتوب د متحده عرب په شارجه کې کېږي، پچه یې زېمبابوې ګټلې او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه کړې وه. زېمبابوې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۳۹ منډې وکړې. په ځواب کې افغانستان یوازې ۲۱۷ منډې جوړې کړې. په لومړۍ پاڼۍ کې د افغانستان له لوري افسر ځاځي ۶۳، رحمان الله ۳۴، حشمت الله شهیدي ۳۰، رحمت شاه ۳۰، نصیر خان معروف خېل ۲۰ او عبدالمالک ۱۸ منډې وکړې. په لومړی پاڼۍ کې د افغانستان ځوان لوبغاړي نصیر خان معروخېل چې همدا یې لومړۍ لوبه وه اووه وېکټې واخیستې. په دویمه پاڼۍ کې زېمبابوې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۲۹۵ منډې وکړې او افغانستان ته یې د منډو جوړولو وار ورکړ. د افغانستان له لوري په دې ټېسټ لوبه کې د رحمت شاه په مشرۍ صدیق الله اتل، عبدالمالک، رحمان الله ځدراڼ، حشمت الله شهیدي، افسر ځاځی، اکرام علیخېل، نصیر خان معروفخېل، یمن احمدزی، محمد سلیم او ضیا الرحمان غوره شوي دي. د یادولو وړ ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ له دې وړاندینۍ ټېسټ لوبه مساوي پایته رسېدلې وه. زېمبابوې او افغانستان تر دې مهاله ټولې شپږ ټېسټ لوبې کړې دي چې دوې افغانستان ګټلې، دوې زېمبابوې او دوې مساوي پایته…
Quick facts
Timeline
-
Bbc
کرېکټ: د افغانستان او زېمبابوې د ټېسټ لوبې وروستۍ ورځ – BBC News پښتو
Sources
External sources
کرېکټ: د افغانستان او زېمبابوې د ټېسټ لوبې وروستۍ ورځ – BBC News پښتو