HealthKabulافغانستاندری

کله چې د افغانستان طبیعي ډبرې د ښځو د پیاوړتیا په وسیله بدلېږي — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-26 07:04:13🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۵): کابل کې د دیبا محمدي په نوم یوې ښځې له طبیعي ډبرو د ګاڼو جوړولو د یوه کوچني ورکشاپ په جوړولو سره نه یوازې د خپلې کورنۍ په اقتصادي پیاوړتیا کې ونډه اخیستې، بلکې ۱۰ نورو ښځو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې ده. پژواک دغه ځل په «ائینۀ زن» خپرونه کې له دیبا محمدي سره د هغې پر فعالیتونو خبرې کړې، هغه ښځه چې د افغانستان په روغتیايي نظام او بشري بنسټونو کې له کلونو کار وروسته، د ښځو له وړتیاوو او د هېواد له طبیعي سرچینو په الهام اخیستو یې داسې کاروبار رامنځته کړی چې موخه یې یوازې د ګاڼو تولید نه، بلکې د افغان ښځو اقتصادي پیاوړتیا ده. دیبا محمدي د کابل ښار د ۱۱مې ناحیې اړوند د ۳۱۵ سیمې اوسېدونکې ده او ۳۲ کاله مخکې په یوه روڼ‌اندې کورنۍ کې زېږېدلې ده. هغې د کابل د طبي علومو پوهنتون د عامې روغتیا برخه کې د لیسانس او د جرمني یوه پوهنتون د روغتیايي پاملرنې مدیریت برخه کې د ماسټرۍ سندونه ترلاسه کړي دي. مېرمن محمدي واده کړې او درې اولادونه لري. دیبا محمدي له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې وویل: «ما ډېر کلونه د افغانستان له روغتیايي نظام او بشري بنسټونو سره کار کړی؛ په دې موده کې مې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې له ډېرو ښځو…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-26 07:04:13

خط زمانی

  1. Pajhwok

    کله چې د افغانستان طبیعي ډبرې د ښځو د پیاوړتیا په وسیله بدلېږي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-26 11:32:51

کله چې د افغانستان طبیعي ډبرې د ښځو د پیاوړتیا په وسیله بدلېږي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button