د پاکستان د سيند ایالت په ګوټکي ولسوالۍ کې د ډرون څرخکې په بريد کې يوه مور او لور وژل شوي، اغېزمنې کورنۍ د ډرون څرخکې تور په پوليسو لګولی خو پوليسو دغه تور رد کړی دی. شفیع اعظم د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۸مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي، افغانستان له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۴ کال پورې د خپلو محصولاتو له نیمايي ډېره برخه پاکستان ته صادروله، خو د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو لارو له بندېدو وروسته افغانستان د خپلو محصولاتو لپاره نوي نړۍوال بازارونه موندلي دي. هغه زیاته کړې: « د ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۴ د افغانستان ۶۰ سلنه صادرات یوازې پاکستان ته وو. د لارو بندېدو له امله مرکزي اسیا، روسیې، چین، هند، خلیج او اروپا ته مخه شوه او په سرعت نوي مارکېټونه د تسخیر په حال کې دي». نوموړي ویلي، د سوداګریزو محدودیتونو له امله د صادراتو بازارونه متنوع شوي او ورسره یې له سوداګرو غوښتي، چې د خپلو محصولاتو کیفیت او بسته بندي له نړیوالو معیارونو سره برابر کړي او همداراز یې زیاته یې کړه: «نوي مارکېټونه لوړ معیارات لري او افغان سوداګر اړ شوي چې خپل کیفیت/پکیجنګ اوچت کړي». د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د پاکستان په سند ایالت کې مور او لور د ډرون څرخکې په برید کې وژل شوي
سرچینې
Afghan sources
د پاکستان په سند ایالت کې مور او لور د ډرون څرخکې په برید کې وژل شوي