Summary: د کندز ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې روان کال په دغه ولایت کې د میلیونونو افغانیو په لګښت ۸۳ نوې تولیدي فابریکې جوړې شوې، چې زرګونو کسانو ته یې د کار فرصتونه برابر کړي. د یاد ریاست د تشبثات عمومی مدیر محمد نسيم سباوون وایي، د تولیدي کارخونو په جوړېدو سره کندز د خوراکي توکو په تولید کې د ځانبسیاینې پړاو ته رسېدلی دی.نوموړي زیاته کړې، چې د تولیدي فابریکو له زیاتوالي سره د یاد ولایت اقتصادي وضعیت د پام وړ ښه شوی او د خوراکي توکو ډېری تولیدات د کندز مېشتو د اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.د هغوی په وینا، دغه فابریکې د خوراکي توکو د پروسس، پلاستیکي تولیداتو، فلزي محصولاتو، ساختماني موادو، د کرنیزو محصولاتو د پروسس او نورو تولیدي برخو کې فعالیت کوي.مسوولین زیاتوي، چې د اسلامي امارت له لوري د صنعت لپاره د اسانتیاوو برابرول، د پانګونې ملاتړ او د امنیت ټینګښت د دې لامل شوی، چې په ولایت کې تولیدي فعالیتونه نور هم پراخ شي.بل لور ته یو شمېر پانګوالو ویلي، چې د تولیدي صنعت پراختیا نه یوازې اقتصادي وده رامنځته کړې، بلکې د خلکو پر کورنیو تولیداتو یې باور هم پیاوړی کړی دی.دوی غوښتنه کوي، چې د برېښنا، ټرانسپورټ او تخنیکي تجهیزاتو په برخو کې دې نورې اسانتیاوې هم برابرې شي، ترڅو د تولید کچه لا لوړه شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
کندز د خوراکي توکو په تولید کې د ځانبسیاینې پړاو ته رسېدلی
سرچینې
Afghan sources
کندز د خوراکي توکو په تولید کې د ځانبسیاینې پړاو ته رسېدلی