Summary: د کندز ولایت د قلعهذال ولسوالۍ په سرخبیتل او تحتقباد سیمو کې د ۲۲ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې د سرو زرو د کانکیندنې پروژه پرانیستل شوه. په جوړو شویو مراسمو کې د کندز ولایت مقام لومړي مرستیال مولوي حبیبالرحمن صهیب باختر اژانس ته وویل، تمه ده، چې د دې پروژې له لارې ځایي اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره او د سیمې اقتصادي وضعیت ښه شي. ورته مهال د قراردادي شرکت مسوول عبدالخلیل نظري وویل، په دې پروژه کې ۲۲ میلیونه امریکايي ډالر پانګونه کېږي، چې د استخراج ساحه یې شپږ کیلومتره ده او د قرارداد موده یې پنځه کاله ده. نوموړي زیاته کړه، چې د سیمې ټولنیز پرمختګ لپاره پنځه لکه امریکايي ډالر ځانګړي شوي، چې د سړکونو جوړول او نورې پرمختیايي چارې هم پکې شاملې دي. هغه ډاډ ورکړ، چې شرکت به د قرارداد له شرایطو سره سم خپلې چارې ترسره کړي او په سلګونو سیمهییزو خلکو ته به د کار فرصتونه برابر کړي. د سیمې اوسېدونکي میر محمد ایماق باختر اژانس ته وویل، چې هیله لري د دې پروژې په پلي کېدو سره به ځوانانو ته د کار فرصتونه برابر او د سړکونو او نورو عامه خدمتونو په برخه کې پرمختګونه رامنځته شي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
کندز کې د سرو زرو د کانکیندنې پروژه پرانیستل شوه