Summary: د کندز ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه ۱۰ بستریز روغتیایي مرکز د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکتر محمدالله حکمت باختر آژانس ته ویلي، چې دغه روغتیایي مرکز د چهاردرې ولسوالۍ په نواباد کلي کې د (ان. ار. ایچ. سي. ای) دفتر له لوري جوړ شوی دی.نوموړي زیاته کړې، چې په دغه مرکز کې به ناروغانو ته د عمومي جراحۍ، نسايي او ولادي، عمومي داخلې، ماشومانو او لابراتوار په برخو کې وړیا روغتیایي خدمتونه وړاندې شي.په ورته وخت کې، د سیمې اوسېدونکو د دغه روغتیایي مرکز له جوړېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې تر دې وړاندې د روغتیایي مرکز د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو؛ خو د دغه مرکز په فعالېدو سره به د څو کلیو اوسېدونکو ته روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
کندز کې د ۵۰۰ زره ډالرو په لګښت د ۱۰ بستریز روغتیایي مرکز د جوړېدو چارې بشپړې شوې
سرچینې
Afghan sources
کندز کې د ۵۰۰ زره ډالرو په لګښت د ۱۰ بستریز روغتیایي مرکز د جوړېدو چارې بشپړې شوې