Politicsافغانستانپښتوکندز

کندز کې پر ۶ زره هکټاره ځمکه هنداوڼې او خټکي کرل شوي — Bakhtar

روان خبرPoliticsکندز1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-07 12:24:35🎙 راډیو واورئ

Summary: کندز کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي چې سږ کال د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پر شاوخوا ۶ زره هکټاره ځمکه هندواڼې او خټکي کرل شوي دي. د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ امر صلاح الدین واحدي باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې ټاکل شوې روان کال له یادې ځمکې څخه څه باندې ۶۰ زره مټریک ټنه حاصلات راټول کړل.هغه زیاته کړې چې د بازار موندنې په موخه یې اغېزمن پروګرامونه هم اخیستل شوي دي.نوموړي زیاته کړې چې، امام صاحب، چهاردره او خان اباد هغه ولسوالۍ دي چې سږ کال پکې د خټکیو او هندواڼو کرنه ډېره شوې ده.په ورته مهال د یاد ولایت بزګرانو له حکومت غواړښتي، چې له دوی سره د کیمیاوي سرو او درملو برخه کې مرستې زیاتې کړي.د افغانستان مېوې په ځانګړې توګه د کندز خټکي چې د مزې او ښه خوند له کبله ښه بازار لري تر ټولو مشهورې یې شین مغزي، اله‌ پوچاق او شکر پاره دي.

لنډ معلومات

ځایکندز
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-07-07 12:24:35

مهالوېش

  1. Bakhtar

    کندز کې پر ۶ زره هکټاره ځمکه هنداوڼې او خټکي کرل شوي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-07 11:07:33

کندز کې پر ۶ زره هکټاره ځمکه هنداوڼې او خټکي کرل شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button