Summary: د کندز ولایت د خاناباد ولسوالۍ په زرکمر مرکزي او زرکمر پایين کلیو کې د ۲۲۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د پاکو اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي عبدالواحد عبیده ویلي، چې پاکو اوبو ته لاسرسی د خلکو له اساسي اړتیاوو څخه ده او د دغو شبکو جوړولو سره د یادو سیمې د خلکو د څښاک اوبو ستونزه حل شي.هغه زیاته کړې چې یادې پروژې د اسیا پراختیايي بانک په مالي ملاتړ د ۲۲۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلې کېږي او په بشپړېدو سره یې ۵۰۸ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي.د نوموړي په وینا، په دغو پروژو کې د ۱۲ زره مترو په اوږدوالي د پایپونو غځول او ۲۵۰ شیردانونو نصب کول شامل دي.د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د یاد ولایت په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم ورته د اوبو رسولو شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
کندز کې ۵۰۸ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي