افغانستانامنیتپښتوکندهار

کندهار: له پاکستانه د کډوالو را ستنېدل بیا زیات شوي | آمو ټلویزیون — Amu TV

روان خبرSecurityکندهار1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-27 00:02:01🎙 راډیو واورئ

د کندهار ولایت د سپین‌بولدک له لارې له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو کورنیو شمېر یو ځل بیا زیات شوی او سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې هره ورځ له ۱۰ تر ۲۰ کورنۍ له دې لارې هېواد ته رادننه کېږي. دغه کډوال چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان له بلوچستان ایالت څخه هېواد ته راستانه شوي دي. یو شمېر یې که څه هم هېواد ته پر ستنېدو خوښي څرګندوي، خو د ژوند د اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کوي. یوه راستانه شوي کډوال وزیرمحمد آمو ته ویلي: «زموږ غوښتنه دا ده چې لا ډېر امنیت ټینګ شي او کډوالو ته ډېرې اسانتیاوې او هوساینه برابره شي. ستړي او ځورېدلي خلک له پاکستانه دې خوا ته راځي او هر څومره چې ورته ډېر امکانات برابر شي، هغومره به ښه وي.» یو بل راستون شوی کډوال عبدالرحمان بیا په ګاونډیو هېوادونو کې ژوند ستونزمن بولي او وايي: «افغانان په خپل وطن کې خوشاله دي. که څه هم په پردیسۍ کې به یې بې‌وزله ژوند درلود، خو په هر حال کې انسان په خپل وطن کې خوشاله وي. د نورو په خاوره کې خوشالي نشته، ځکه موږ دا وضعیت ولید او تجربه مو ترې واخیسته.» همداراز، یوه بل راستانه شوي کډوال حیات‌الله ویلي چې هره ورځ ګڼې کورنۍ له پاکستانه افغانستان ته راستنېږي. بل لور ته، د کندهار د کډوالو او…

لنډ معلومات

ځایکندهار
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-27 00:02:01

مهالوېش

  1. Amu TV

    کندهار: له پاکستانه د کډوالو را ستنېدل بیا زیات شوي | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-11-26 20:24:12

کندهار: له پاکستانه د کډوالو را ستنېدل بیا زیات شوي | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button