EnglishKabulافغانستانامنیت

کندهار موزیم ودانۍ تر رغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-29 08:25:28🎙 Listen to radio

افغان چارواکي وایي، په دې موزیم کې شاوخوا لس زره لرغوني او تاریخي اثار خوندي او نندارې ته ایښودل شوي دي.د کندهار موزیم ودانۍ د پنځوس زره ډالرو په لګښت په اساسي ډول رغول شوې ده . د افغانستان د ملي موزیم رئیس، مولوي صبغت الله عابد، د ودانۍ د پرانستې په مراسمو کې وویل، د افغانستان په ملي موزیم کې د کندهار ولایت ګڼ لرغوني او تاریخي اثار ساتل کېږي، چې ډېر ژر به کندهار موزیم ته ولېږدول شي.عابد وویل، د لرغونو او تاریخي اثارو د قاچاق د مخنیوي هڅې د پخوا په پرتله ګړندۍ شوې دي. د هغه په وینا، دا مهال د کابل پر هوايي ډګر سربېره د هېواد په ټولو سرحدي دروازو کې د لرغونو او تاریخي اثارو د قاچاق د مخنیوي لپاره موظفین ګومارل شوي دي. د افغانستان د ملي موزیم د یوې برخې مشر، عین‌الدین صداقت، وایي د کندهار موزیم د ودانۍ رغونې ترڅنګ یې د اثارو د ثبت او راجستر، پېژندنې، ترمیم او ساتنې چارې هم بشپړې کړې دي. د کندهار پوهنتون استاد، شیرشاه رشاد، د کندهار موزیم رغونه او د لرغونو او تاریخي اثارو راټولول او ساتنه یو ارزښتناک اقدام بولي. هغه وایي، د تاریخي او لرغونو اثارو ساتنه نه یوازې د حکومت، بلکې د هر افغان ګډ مسوولیت دی. د کندهار په موزیم کې له میلاد څخه مخکې او وروسته د…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-29 08:25:28

Timeline

  1. Parstoday

    کندهار موزیم ودانۍ تر رغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-07-29 08:20:13

کندهار موزیم ودانۍ تر رغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button