کندهار (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۵): د کندهار ښاروالي وايي، د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ملګرو ملتونو د پروژو د خدماتو دفتر په مالي ملاتړ د ۲۵۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۴۰ بېلابېلو ښاري پروژو چارې پیل شوې. د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول سیفالله عاصم وایي، دغه پروژې د ښار په بېلابېلو برخو کې د ښاري خدمتونو د پراختیا، د ترانسپورټي اسانتیاوو رامنځته کولو، د ښار د ښکلا او نظم د ښهوالي او د ښاریانو د ژوند کیفیت لوړولو په موخه عملي کېږي. هغه وویل چې په یادو پروژو کې د پارکونو جوړول، د فرعي سړکونو او کوڅو رغول او جوړول، د کانالونو او ویالو جوړول، پاتابونو جوړول او یو شمېر نور مهم ښاري فعالیتونه شامل دي. د نوموړي په خبره، د دغو پروژو د عملي کېدو پر مهال به شاوخوا ۷۰۰۰ مسلکي او غیرمسلکي کسانو ته د کار زمینه برابره شي. عاصم وویل: «د دغو پروژو له ټولیزې بودجې پنځوس سلنه یې د کارکوونکو د مزدورۍ لپاره ځانګړې شوې ده، د کارګرو لپاره د لنډمهاله کاري فرصتونو رامنځته کېدل کولای شي په ځانګړې توګه د هغو کورنیو اقتصادي ستونزې راکمې کړي چې د عاید ثابتې سرچینې نه لري.» د کندهار یو شمېر اوسېدونکي د دغو پروژو د پیلېدو هرکلی کوي او وايي، د فرعي سړکونو، کوڅو، کانالونو او نورو ښاري تاسیساتو جوړول نه یوازې د ښار په…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
کندهار ښار کې د ۲۵۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۴۰ رغنيزو پروژو چارې پیل شوې
Sources
Afghan sources
کندهار ښار کې د ۲۵۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۴۰ رغنيزو پروژو چارې پیل شوې