د کندهار د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست وایي، د روان کال د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله شاوخوا لس سلنه زیات شوي او اټکل کېږي چې له ۲۰ زره او ۵۰۰ هکټاره باغونو څخه به څه باندې ۲۲۵ زره مټریک ټنه انګور ترلاسه شي. د یاد ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وویل، په کندهار کې د انګورو د حاصلاتو راټولول پیل شوي او د روان کال تولیدات د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي. د هغه په وینا، تېر کال له همدې باغونو څخه نږدې ۲۲۰ زره مټریک ټنه انګور راټول شوي وو. بلخوا، د کندهار بڼوال وایي، که څه هم سږ کال د انګورو حاصلات ښه دي، خو د تازه انګورو صادرات د پخوا په پرتله کم شوي او پر ځای یې د ممیزو صادرات زیات شوي دي. دوی دلیل وړاندې کوي چې د ممیزو بازار ښه دی، بیې یې لوړې دي او د لېږد پر مهال د خرابېدو خطر هم کم وي. د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا وایي، تازه انګور د خپل نازک جوړښت له امله لرې بازارونو ته د لېږد پر مهال ژر زیان ویني. د هغه په خبره، له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د بندېدو او نورو بازارونو ته د لېږد د ستونزو له امله، ډېری باغ لرونکي د خپلو انګورو یوه…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
کندهار کې د انګورو حاصلات لس سلنه زیات شوي؛ بڼوال د تازه انګورو پر ځای د ممیزو صادراتو ته مخه کوي
منابع
External sources
کندهار کې د انګورو حاصلات لس سلنه زیات شوي؛ بڼوال د تازه انګورو پر ځای د ممیزو صادراتو ته مخه کوي