کندهار (پژواک) – د کندهار ـ سپینبولدک پر لویه لاره د تختهپل ولسوالۍ اړوند په «تور کوتل» سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک ته ویلي، چې دغه پېښه نن ماخوستن شاوخوا نهه بجې د فورنر او فیلډر موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده. د نوموړي په وینا، په فیلډر موټر کې سپرو څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او د فورنر موټر چلوونکی له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی دی. هغه زیاته کړه، چې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او د فورنر موټر د چلوونکي د نیولو هڅې روانې دي.
اطلاعات کوتاه
مکانکندهار
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-10-26 19:02:01
خط زمانی
-
Pajhwok
کندهار کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی
منابع
Afghan sources
PajhwokPS
2026-10-26 23:29:17
کندهار کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی