افغانستانامنیتدریکندهار

کندهار کې د واده پر مهال د ګل‌پوش موټر پر سر شخړه کې… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityکندهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-27 16:53:37🎙 رادیو را بشنوید

کندهار ښار (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۵): امنیتي چارواکي وایي، د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په عمارت سیمه کې د واده پر مهال د موټر پر سر په رامنځته شوې شخړه کې یو تن ناوې په ډزو وژلې او بیا یې پر ځان ډزې کړي او ساه یې ورکړې ده. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید د یکشنبې په ورځ ناوخته پژواک ته وویل، تېره شپه عبدالواحد د خپل خوریي د واده پر مهال پر ٢٢ کلنې ناوې درې ډزې کړې او هغه یې وژلې ده. د ده په وینا، عبدالواحد له پېښې وروسته پر ځان هم ډزې کړي او ټپي شوی و، خو وروسته یې په میرویس حوزوي روغتون کې ساه ورکړې ده. هغه وویل، لومړني معلومات ښيي چې پېښه د ماما او خوریي د کورنیو ترمنځ د ګل‌پوش موټر پر سر د رامنځته شوې شخړې له امله شوې ده. د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، د پېښې په اړه لا هم پلټنې روانې دي.

اطلاعات کوتاه

مکانکندهار
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-27 16:53:37

خط زمانی

  1. Pajhwok

    کندهار کې د واده پر مهال د ګل‌پوش موټر پر سر شخړه کې ناوې وژل شوې ده

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-27 21:22:54

کندهار کې د واده پر مهال د ګل‌پوش موټر پر سر شخړه کې ناوې وژل شوې ده

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button