کندهار (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۵): په کندهار کې اووه نارینه او پنځه ښځینه چیني ګرځندویان د اسلام پر مبارک دین مشرف شوي دي. د کندهار د خرقې مطهرې ریاست مسوولینو رسنیو ته ویلي چې یادو چیني ګرځندویانو د دغه ریاست د مسوولینو له هڅونې او لارښوونې وروسته اسلام قبول کړی دی. د خرقې مسوولینو زياته کړې چې په اسلام د مشرف شوو چیني وګړو عمرونه د ۳۷ او ۷۱ کلونو ترمنځ دي. د مسوولینو په خبره چې له یادو کسانو سره د اسلام د مبارک دین د عقایدو او بنسټونو په اړه خبرې شوې او هغوی د شهادت کلمه ویلې ده. د کندهار د خرقې مطهرې ریاست د معلوماتو له مخې، یادو نوو مسلمان شوو چیني وګړو ته د اسلام د دین په اړه د لا زیاتو معلوماتو او لارښوونو زمینه هم برابره شوې ده. د یادونې ده، یاد چیني ګرځندویان د کندهار د تاریخي او مذهبي ځایونو د لیدنې په موخه دغه ولایت ته تللي وو او د اسلام د مبارک دین په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو وروسته یې د مسلمانېدو پرېکړه کړې ده.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
کندهار کې ۱۲ چیني ګرځندویان د اسلام په مبارک دین مشرف شوي
Sources
Afghan sources
کندهار کې ۱۲ چیني ګرځندویان د اسلام په مبارک دین مشرف شوي