DiplomacyKabulافغانستاندری

کونړ او هلمند کې د پاکستان بمبار؛ اته کسان شهیدان او اووه نور… — Pajhwok

در حال تکمیلDiplomacyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-01 02:42:02🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۵): د کورنیو چارو وزارت وایي، د پاکستاني پوځي رژیم تېره شپه د کونړ په شلتن او د هلمند په ګرمسېر ولسوالیو کې د ملکي وګړو پر کورونو بمبار کړی چې له امله یې اته کسان شهیدان او اووه نور ټپیان دي او یو ماشوم ورک دی. د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې پژواک ته وویل چې د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه د شپې شاوخوا ۳:۳۰ بجې، د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ د چوګام په کلي کې يو کور بمبار کړی دی. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله څلور تنه ټپیان روغتون ته انتقال شوي، چې یو نارینه دی، دوې ښځې دي او یوه هم ماشومه ده. سرچینه زیاتوي: “څلور تنه شهیدان دي، چې دوه نارینه دي، یوه ماشومه ده او د یوه ماشوم یوازې پښې موندل شوې دي، چې تر اوسه یې جنسیت نه دی معلوم.” هغه وايي چې یو ماشوم لا هم ورک دی او د ژغورنې عملیات دوام لري. ده زیاته کړه: “د پاکستاني وحشي مزدور رژیم د وحشتونو په دوام تېره شپه د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې هم د عامو وګړو پر کورونو درنې بمبارۍ کړې دي، چې تر دې دمه څلور شهیدان او ۳ ټپیان دي‌. هغه وايي چې د نورو شهیدانو او ټپیانو وروستي جزئیات به وروسته شریک شي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعDiplomacy
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-01 02:42:02

خط زمانی

  1. Pajhwok

    کونړ او هلمند کې د پاکستان بمبار؛ اته کسان شهیدان او اووه نور ټپیان شوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-01 07:10:42

کونړ او هلمند کې د پاکستان بمبار؛ اته کسان شهیدان او اووه نور ټپیان شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button