افغانستانامنیتپښتوکونړ

کونړ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۸ کلنه دښمني پای ته ورسېده — Bakhtar

روان خبرSecurityکونړ1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-02 10:32:14🎙 راډیو واورئ

Summary: د کونړ ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۸ کلنه دښمني د قومي مشرانو او د قومونو او قبایلو چارو ریاست په منځګړیتوب پای ته ورسېده او دواړو لورو د سولې او ورورولۍ لاسونه سره ورکړل. د چپې درې ولسوالۍ مرستیال مولوي مهاجر باختر اژانس ته وویل، چې دغه دښمني ۲۸ کاله وړاندې د یادې ولسوالۍ د ګوسلک سیمې د فقیرالله او ډاکټر ګل‌محمد کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه، چې په پایله کې یې دوه کسان وژل شوي وو.د نوموړي په وینا، د شوې هوکړې له مخې، که هر لوری له پرېکړې سرغړونه وکړي، یو میلیون افغانۍ به د جریمې په توګه د سیمې خلکو ته ورکوي.نوموړي زیاته کړه، چې له هوکړې څخه د سرغړونې په صورت کې به له سرغړوونکي سره د قانون له مخې چلند وشي.په همدې حال کې، د دواړو کورنیو استازو د جرګې له پرېکړې خوښي څرګنده کړه او د ورته شخړو په هواري کې یې د قومي جرګو پر ارزښت ټینګار وکړ.دغه راز، د سیمې اوسېدونکو هم د قومي مشرانو او مسوولینو د منځګړیتوب هرکلی وکړ او د نورو شخړو د هواري غوښتنه یې وکړه.په ورته وخت کې، د کونړ د قومونو او قبایلو چارو رئیس تحمیدالله ارشاد غازي وايي، چې په تېر یوه کال کې یې نږدې ۵۰ لویې دښمنۍ هوارې کړې دي او هڅې روانې دي، چې پاتې شخړې هم د جرګو او خبرو اترو له لارې حل کړي.د یادونې وړ ده، چې د قومي دښمنیو هوارول د ټولنیز ثبات او د خلکو ترمنځ د ورورولۍ او یووالي په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

لنډ معلومات

ځایکونړ
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-02 10:32:14

مهالوېش

  1. Bakhtar

    کونړ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۸ کلنه دښمني پای ته ورسېده

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-02 07:15:53

کونړ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۸ کلنه دښمني پای ته ورسېده

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button