Summary: د کونړ ولایت په خاص کونړ او اسمار ولسوالیو کې د ۱۱۰.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ۵۰ بستریزو روغتونونو د جوړولو چارې پیل شوې. په جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي ویلي چې د دغو روغتونونو ودانۍ به د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د ځانګړي شفقت او لارښوونې پر بنسټ، د اسلامي امارت له بودیجې څخه په ۱۸ میاشتو کې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.د نوموړي په وینا، د خاص کونړ ولسوالۍ د ۵۰ بستریز روغتون ودانۍ د ۶۰.۵ میلیونه افغانیو او د اسمار ولسوالۍ د ۵۰ بستریز روغتون ودانۍ د ۴۹.۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.د یادونې وړ ده، چې د دغو روغتونونو په جوړېدو سره به د یادو ولسوالیو اوسېدونکو ته د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره شوې او هغوی به وکولای شي په خپلو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته په اسانه لاسرسی پیدا کړي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
کونړ کې د څه باندې ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ۵۰ بستریزو روغتونونو د جوړولو چارې پیل شوې
منابع
Afghan sources
کونړ کې د څه باندې ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ۵۰ بستریزو روغتونونو د جوړولو چارې پیل شوې