افغانستانامنیتدریکونړ

کونړ کې یو کس د خپل یوه ماشوم وراره د قتل په تور… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityکونړ1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-21 05:55:27🎙 رادیو را بشنوید

اسعداباد (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۵): د کونړ امنیه قومانداني وایي، هغه کس نیول شوی چې په خاص کونړ ولسوالۍ کې یې له ورور سره د شخړې پر مهال خپل یونیم کلن وراره په بېلچه وهلی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی. د کونړ د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د دغه ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د لوټانو ساحي د کرموټا په سیمه کې شوې ده. سرچینه زیاتوي، په دې پېښه کې د دوو وروڼو ترمنځ د شخړې پر مهال یو کس خپل یو نیم کلن وراره په بېلچه وهلی او مړ شوی دی. امنیې قوماندانۍ لیکلي چې یاد کس نیول شوی او د دوسیې له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

اطلاعات کوتاه

مکانکونړ
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-21 05:55:27

خط زمانی

  1. Pajhwok

    کونړ کې یو کس د خپل یوه ماشوم وراره د قتل په تور نیول شوی

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-21 10:25:25

کونړ کې یو کس د خپل یوه ماشوم وراره د قتل په تور نیول شوی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button