Kabulافغانستانامنیتدری

کينيا کې محکمې د يوې مذهبې فرقې مشر د ۱۹۰ ماشومانو د مړينې… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-19 17:27:05🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۵): کینیا کې یوې محکمې د یوې مذهبي فرقې مشر او شاوخوا ۳۰ نور کسان د هغو ۱۹۰ ماشومانو او يوه بل کس د مړینې په قضیه کې مجرمین بللي چې جنت د تلو لپاره يې د دې فرقې په لارښوونه د ډوډۍ له خوړلو ډډه کړې وه. د رویټرز د راپور له مخې چې دا پېښه په وروستیو کلونو کې د مذهبي فرقو له لارې د رامنځته شوو له تر ټولو لويه مرګونې پېښه ګڼل کېږي. سرچينې زياته کړې چې پاول مکینزي د «ګود نیوز نړۍوالې کلیسا» په نوم د یوې مذهبي فرقې مشر و. رويټرز ليکي، څارنوالانو ويلي چې هغه خپلو پیروانو ته ویلي وو چې د جنت ته د تلو لپاره دې د ډوډۍ له خوړلو ډډه وکړي او خپل ماشومان دې هم له خوړو محروم کړي. سرچينه کاږي چې پولیسو په ۲۰۲۳ کال کې د کینیا په ساحلي سیمه کې د شاکاهولا ځنګله کې ډله‌ييز قبرونه وموندل. د دې پېښې له افشا کېدو وروسته مکینزي ونیول شو خو هغه پر ځان د قتل تورونه رد کړي دي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-19 17:27:05

خط زمانی

  1. Pajhwok

    کينيا کې محکمې د يوې مذهبې فرقې مشر د ۱۹۰ ماشومانو د مړينې قضيه کې مجرم پېژندلی

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-19 21:54:29

کينيا کې محکمې د يوې مذهبې فرقې مشر د ۱۹۰ ماشومانو د مړينې قضيه کې مجرم پېژندلی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button