Englishافغانستانامنیتکونړ

کډوال آمو ته: سرپناه او کاري فرصتونو ته اړتیا لرو | آمو ټلویزیون — Amu TV

DevelopingSecurityکونړ1 SourcesUpdated: 2026-11-24 11:42:00🎙 Listen to radio

له پاکستانه د تورخم له لارې په جبري ډول راستانه شوي افغان کډوال د پاکستاني حکومت له ناسم چلن، ځورونو او د خپلو شتمنیو له پاتې کېدو شکایت کوي او په هېواد کې د سرپناه او کار غوښتنه کوي. دغه تازه راستانه شوي کډوال وايي، پاکستاني پولیسو یې پر کورونو او کاروبار ځایونو چاپې وهلې، چې له امله یې د کور توکي او کاروبارونه پاتې شوي او دوی تش لاس هېواد ته راستانه شوي دي. د کونړ ولایت اوسېدونکی ۳۵ کلن صدیق‌الله چې د پاکستان په پنجاب ایالت کې زېږېدلی او د څلورو اولادونو پلار دی، له څه باندې درېیو لسیزو کډوالۍ وروسته د تورخم له لارې په جبري ډول هېواد ته را ایستل شوی دی. صدیق‌الله، له پاکستانه را ایستل شوی کډوال امو ته واييٍ: «موږ نه هرڅه پاتې شول؛ ګاډي رانه پاتې شول، ګاډي مو چلول، کارونه رانه پاتې شول؛ یو دم یې ونیولو او راغله، بس تاڼې ته یې واچولو.» تازه راستانه شوي افغان کډوال په پاکستان کې د خپلو کورونو د وسایلو او کاروبارونو له پاتې کېدو سر ټکوي او زیاتوي چې پاکستاني پولیسو ورته نه د کور د توکو او نه هم د کاروبار د لېږد فرصت ورکړی دی. دوی همداراز هېواد ته په راستنېدو د کاري فرصتونو او سرپناه له نشتوالي جدي اندېښنه لري او په دې برخه کې د طالبانو له حکومت او…

Quick facts

Locationکونړ
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-24 11:42:00

Timeline

  1. Amu TV

    کډوال آمو ته: سرپناه او کاري فرصتونو ته اړتیا لرو | آمو ټلویزیون

Sources

Afghan sources

Amu TVPS
2026-11-24 00:30:00

کډوال آمو ته: سرپناه او کاري فرصتونو ته اړتیا لرو | آمو ټلویزیون

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button