کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۵): اوکرایني چارواکي وایي، کییف ته نږدې د مهماتو پر یوه زېرمتون د روسیې د یوې بېپیلوټه الوتکې په برید او ورپسې چاودنو کې لږ تر لږه ۳۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. الجزیرې د اوکرایني چارواکو له قوله راپور ورکړی چې په دغه برید کې د کییف لوېدیځې څنډې «میلا» سیمه کې د مهماتو یو زېرمتون په نښه شوی او ورپسې زورورې چاودنې شوې دي. د کییف سیمې والي تیمور تکاچینکو ویلي، د دې برید له امله لږ تر لږه ۵۰ استوګنیزو ودانیو ته زیان اوښتی او نږدې ۴۰۰ کسان له سیمې ایستل شوي دي. د راپور له مخې، د وژل شویو په ډله کې د دمیتریفسکا سیمې ښاروال تاراس دیدیچ هم شامل دی. الجزیرې د اوکرایني څارنوالانو له قوله لیکلي چې په یاد زېرمتون کې چاودېدونکي توکي ساتل کېدل او د پېښې په تړاو د احتمالي جرمي غفلت په اړه څېړنې پیل شوې دي. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي هم ویلي چې تر برید وروسته نورې چاودنې شوې او استوګنیزو سیمو ته نږدې د مهماتو ساتل د اصولو خلاف دي. د اوکراین هوايي ځواک ویلي چې روسیې د جمعې ورځې له وروستیو د شنبې تر لومړیو پورې پر اوکراین دوه توغندي او ۲۶ د بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. د راپور له مخې، په همدې ورځ د روسيې په ن ورو…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
کییف ته نږدې د روسیې د بېپیلوټه الوتکې برید کې ٣٧ کسان وژل شوي
Sources
Afghan sources
کییف ته نږدې د روسیې د بېپیلوټه الوتکې برید کې ٣٧ کسان وژل شوي