EconomyKabulافغانستانپښتو

ګوترېش: د اقلیمي بدلون تر ټولو ډېر زیان هغه هېوادونه ویني چې په… — Pajhwok

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-08 14:57:53🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک)- د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وایي، اقلیمي ناورین دوه‌ګونې بې‌عدالتي رامنځته کړې؛ ځکه هغه هېوادونه چې د اقلیمي بدلون په رامنځته کېدو کې یې تر ټولو لږه ونډه لرلې، تر ټولو ډېر زیانونه ویني او د نننیو ګلخانه‌يي ګازونو د خپرېدو بیه به راتلونکي نسلونه پرې کوي. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د معلوماتو له مخې، افغانستان د نړۍ له تر ټولو اقلیمي زیانمنو هېوادونو څخه دی، په داسې حال کې چې د نړۍ د ګلخانه‌يي ګازونو په تولید کې یې ونډه له ۰،۱ سلنې کمه ده. ګوترېش د هسپانیې د سالامانکا په پوهنتون کې ویلي چې اقلیمي ناورین له یوې خوا د هېوادونو ترمنځ بې‌عدالتي رامنځته کړې او له بلې خوا د راتلونکو نسلونو پر ژوند هم ناوړه اغېزې کوي. سالامانکا پوهنتون د راپور له مخې هغه زیاته کړې: «د کاربن ډای‌اکسایډ د هر ټن ګاز بیه به چې نن یې فضا ته خپروو، زموږ لمسیان پرې کوي.» ګوترېش د اقلیمي بدلون پر وړاندې د بېړنیو او جدي اقداماتو پر اړتیا ټینګار کړی دی. بلخوا، د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، ګوترېش د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د ۳۱مې نړیوالې غونډې (COP31) په درشل کې ویلي چې نړۍ د اقلیمي بدلون پر وړاندې د اقدام له یوه برخلیک ټاکونکي پړاو سره…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-11-08 14:57:53

مهالوېش

  1. Pajhwok

    ګوترېش: د اقلیمي بدلون تر ټولو ډېر زیان هغه هېوادونه ویني چې په رامنځته کېدو کې یې لږ ونډه لري

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-08 19:26:19

ګوترېش: د اقلیمي بدلون تر ټولو ډېر زیان هغه هېوادونه ویني چې په رامنځته کېدو کې یې لږ ونډه لري

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button