افغانستانامنیتدری

یوناما: امنیت ښه سوی، پر ښځو محدودیتونه بايد لیري سي — Dw

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-13 12:25:26🎙 رادیو را بشنوید

یوناما وايي چي د امنیت د ښه کېدو سره سره، پر ښځو او نجونو محدودیتونو په افغانستان کي ثبات او دوامداره پرمختګ له خنډ سره مخ کړی. خو یوناما ټینګار وکړ چي پر ښځو او نجونو «ورځ تربلي زیاتېدونکو او زیان رسوونکو محدودیتونو»او همدارنګه له ترهګرۍ سره تړلي اندېښنې، د افغانستان د بیا رغاونې په لاره کي لاهم لویې ننګونې ګڼل کیږي. د طالبانو په اړه د يوناما بل راپور دلته لوستلای سئ د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیالي او د یوناما سرپرستي جورجیت ګانيون، وویل چي له لسیزو جګړو وروسته، افغانان سولي او ثبات ته خورا ارزښت ورکوي، «خو تلپاتې سوله او سوکالي یوازي د شخړي په نشتوالي سره نه ترلاسه کیږي.» هغه زیاته کړه: «د افغانستان راتلونکې د داسي یوې ټولني په جوړولو پوري تړلې ده چي پکې د ټولو افغانانو حقونه او وړتیاوي تحقق ومومي او بنسټونه مسئول او ځواب ویونکي وي.» هغه له طالب چارواکو وغوښتل چي پر ښځو او نجونو لګول سوي محدودیتونه لېري کړي، څو هغوی وکولی سي په بشپړ ډول په زده کړو، کار او ټولنیز ژوند کي برخه واخلي. د هغې په ​​وینا، د بشري حقونو درناوی او د امنیتي اندېښنو حل کول په افغانستان کې د اوږدمهاله ثبات او سوکالۍ له پاره بنسټیز شرایط دي. په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت د…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-13 12:25:26

خط زمانی

  1. Dw

    یوناما: امنیت ښه سوی، پر ښځو محدودیتونه بايد لیري سي

منابع

External sources

DwPS
2026-08-13 12:24:20

یوناما: امنیت ښه سوی، پر ښځو محدودیتونه بايد لیري سي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button