Kabulافغانستانامنیتدری

یوناما او د بښنې نړۍوال سازمان د کابل د وروستۍ چاودنې په اړه… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-19 07:18:54🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) او د بښنې نړۍوال سازمان د کابل د دشت برچي یوه ښوونیز مرکز کې د وروستۍ چاودنې غبرګون کې د هر اړخیزې، خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې او د ښوونیزو مرکزونو او ملکي وګړو د امنیت د تأمین غوښتنه کړې ده. دغه چاودنه د دوشنبې په ماښام د کابل ښار د اتلسمې امنیتي حوزې اړوند د دشت برچي سیمه کې د مهدیه ښارګوټي په «شمع هدایت» خصوصي ښوونځي کې وشوه. یوې امنیتي سرچینې تېره شپه پژواک ته ویلي وو چې د دې پېښې له امله ۵۲ کسان ټپیان شوي دي. یوناما له زیانمن شوو ماشومانو او د هغوی له کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ ویلي چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۴۲ ماشومان چې عمرونه یې له ۹ تر ۱۴ کلونو دي، ټپیان شوي دي. دغه سازمان د پېښې د څرنګوالي روښانه کېدو لپاره د څېړنې غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې ښوونځي او ښوونیز مرکزونه باید د ماشومانو لپاره خوندي چاپېریال وي. د بښنې نړۍوال سازمان هم د دې پېښې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د اسلامي امارت له چارواکو یې غوښتي چې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د قومي او مذهبي لږکیو خوندیتوب تضمین کړي. دغه سازمان دغه‌راز د نړۍوالو قوانینو او معیارونو له مخې د هر اړخیزې، اغېزناکې، خپلواکې او بې‌طرفه…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-19 07:18:54

خط زمانی

  1. Pajhwok

    یوناما او د بښنې نړۍوال سازمان د کابل د وروستۍ چاودنې په اړه د خپلواکې څېړنې غوښتنه وکړه

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-19 11:48:31

یوناما او د بښنې نړۍوال سازمان د کابل د وروستۍ چاودنې په اړه د خپلواکې څېړنې غوښتنه وکړه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button