د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د بشري حقونو څانګې په خپل تازه درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر ۳۰مې پورې د طالبانو د امربالمعروف مامورانو ۴۴۳کسان په خپلسرې توګه نیولي دي. د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې د راپور له مخې، نفیسه د خپل مېړه تر مړینې وروسته د خپل زوی یوازینۍ سرپرسته پاتې شوه، لیلا د کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو برابرولو توان نه درلود او زهرا له لوږې او د کور له لاسه ورکولو له ګواښ سره مخ وه.لیلا وایي: «هغه مهال مو کله ناکله په ورځ کې یوازې یو وخت خواړه برابرولای شول او داسې میاشتې هم وې، چې غوښه او لبنیات مو نهشو پېرلای».زهرا بیا وایي: «ماشومان به ډېر وخت وږي ویده کېدل. د کور کرایه مو نهشوه ورکولای او نه پوهېدو چې چېرته به ځو».راپور کاږي، دغه ښځو لومړی په کور کې د اچارو، مربا، سرکې او وچو مېوو او سبزیو تولید پیل کړ؛ خو د وسایلو کمښت، بازارونو ته محدود لاسرسی او د سوداګرۍ تجربې نشتوالي یې کاروبارونه محدود کړي وو.وروسته دوی د «افغانستان د ټولنیز مقاومت پروګرام»له لارې روزنه، وسایل او د سوداګرۍ د پراختیا ملاتړ ترلاسه کړ. د راپور له مخې، دغه ښځو د خپلو محصولاتو کیفیت ښه کړ، د بستهبندۍ او بازارموندنې لارې چارې یې زده کړې او خپل…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
یوناما: د طالبانو د امربالمعروف مامورانو تېرو درېیو میاشتو کې ۴۴۳کسان په خپلسرې توګه نیولي
منابع
Afghan sources
یوناما: د طالبانو د امربالمعروف مامورانو تېرو درېیو میاشتو کې ۴۴۳کسان په خپلسرې توګه نیولي