کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۵): یونسکو وايي، افغانستان د نړۍ یوازېنی هېواد دی چې ښځې او نجونې یې له لومړنیو پورته منځنیو او لوړو زدهکړو ته لاسرسی نه لري او د دغو محدودیتونو دوام د بشري ظرفیتونو د له منځه تلو، د بېوزلۍ زیاتېدو او نورو جدي زیانونو لامل کېدای شي. د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) پرون (د زمري ۲۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو اوسنیو محدودیتونو د تېرو دوو لسیزو لاستهراوړنې له شاتګ سره مخ کړې دي. سرچینې زیاته کړې، په ۲۰۰۱ کال کې زدهکړو ته د نجونو لاسرسی ډېر محدود و، خو تر ۲۰۲۱ کال پورې نږدې یو میلیون نجونې په منځنیو ښوونځیو او لېسو کې شاملې شوې وې. دغه سازمان له زدهکړو د ښځو او نجونو محرومول «د هغوی د زدهکړو له اساسي حق څخه جدي سرغړونه» بللې او خبرداری یې ورکړی چې د دغه وضعیت دوام ښايي په افغانستان کې د څو لسیزو لپاره د بشري ظرفیتونو د له منځه تلو، د بېوزلۍ زیاتېدو او نه جبرانېدونکو زیانونو لامل شي. یونسکو زیاته کړې چې د افغانستان نږدې نیمایي وګړي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او له زدهکړو د ښځو او نجونو محرومول او پر کار د هغوی محدودیتونه د دې لامل کېږي چې له خپلو کورنیو سره د مرستې او د هېواد…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
یونسکو: اسلامي امارت دې د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه لري کړي
سرچینې
Afghan sources
یونسکو: اسلامي امارت دې د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه لري کړي