افغانستانامنیتدری

یونسکو: په افغانستان کي ۲،۴ میلیونه نجونې له ښوونځیو منع سوي — Dw

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-12 08:25:16🎙 رادیو را بشنوید

د ملګرو ملتونو ښوونيز، روزنيز او کلتوري سازمان «يونسکو» د سې شنبې په ورځ ويلي دي چي د طالبانو حکومت چي یوازي روسیې په رسمیت پېژندلی او ځيني هيوادونو ورسره تعامل ښوولی، پر ښځو یو لړ داسي محدودیتونه لګولي چي ملګرو ملتونو ورته د «جنسیتي اپارتايد» نوم ورکړی دی. يونسکو ويلي دي چي نجوني نسي کولای تر لومړنۍ دورې وروسته زده کړو ته دوام ورکړي؛ دا هغه تګلاره ده چي د طالبانو چارواکي یې له اسلامي شریعته د خپل تفسیر پر بنسټ توجیه کوي. یونسکو ویلي دي چي د هغو نجونو شمېر چي له ثانوي زده کړو بې برخي دي، له تېر کال راهیسې ۲۰۰ زره زیات سوی او که دا بندیز دوام وکړي، نو ښايي تر ۲۰۳۰ کال پوري دا شمېر نږدې څلورو میلیونو ته ورسېږي. د نجونو د زده کړي په اړه د دغي ادارې يو بل راپور دلته لوستلای سئ د ملګرو ملتونو دې ادارې د زده کړې د حق د سمدستي بیا ورکولو غوښتنه وکړه او «پر ښځو او نجونو يې تبعیض» وغانده. طالبانو حکومت چي د ۲۰۲۱م کال په اګست کي له بيا واک ته رسېدو سره سم یې د نرمي تګلاري ژمنه کړې وه، پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي او هغوی یې له پوهنتونونو، عامه پارکونو، ورزشي کلبونو او ښکلا له سالونونو ورتګ څخه منع کړي دي. يونسکو وايي چي د ۲۰۲۲م کال په…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-12 08:25:16

خط زمانی

  1. Dw

    یونسکو: په افغانستان کي ۲،۴ میلیونه نجونې له ښوونځیو منع سوي

منابع

External sources

DwPS
2026-08-12 08:18:04

یونسکو: په افغانستان کي ۲،۴ میلیونه نجونې له ښوونځیو منع سوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button