د یونیسف د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې ګڼې کورنۍ خوندي اوبو ته لاسرسی نه لري او ماشومان د ککړو اوبو له امله د اوبو له لارې د خپرېدونکو ناروغیو له خطر سره مخ دي. دغه بنسټ وايي، د جنوبي کوریا په ملاتړ د خوندي اوبو د برابرولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي. راپور وايي، ټاکل شوې د اکتوبر په پنځمه د روسیې په کوربهتوب د «مسکو فورم» غونډه جوړه شي او د پاکستان او طالبانو ترمنځ ترینګلتیا به هم د بحث له مهمو موضوعاتو څخه وي. د روسیې چارواکو ویلي چې غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یو «معقول جوړجاړي» لپاره زمینه برابره کړي.د راپور له مخې، که څه هم د دواړو لورو ترمنځ د اختلاف اصلي موضوع ټيټيپي ده، خو د شخړې پیچلتیا تر دې ډېره پراخ شوي دي.راپور لیکي، چې د ټيټيپي او افغان طالبانو ترمنځ د کلونو جګړې، شخصي اړیکو او ګډو شبکو له امله د دواړو ډلو ترمنځ بشپړ واټن رامنځته کول اسانه نه دي.د راپور په وینا، اسلاماباد یوازې د ټيټيپي پر ضد د اقدام غوښتنه نه کوي، بلکې له طالبانو غواړي له هغو شبکو سره هم اړیکې پرې کړي چې د دوی د پخوانۍ جګړې له چاپېریاله راټوکېدلې دي. تحلیل زیاتوي چې دا موضوع د طالبانو لپاره یوه داخلي او پېچلې مسئله ده او په اسانۍ نه شي حل کېدای.راپور وايي،…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
یونیسف: په افغانستان کې د خوندي اوبو نشتوالی ماشومان د ناروغیو له خطر سره مخ کوي
منابع
Afghan sources
یونیسف: په افغانستان کې د خوندي اوبو نشتوالی ماشومان د ناروغیو له خطر سره مخ کوي