HealthKabulافغانستاندری

یونیسف په کونړ کې د نننۍ چاودنې له امله د ماشومانو پر مرګ‌ژوبلې… — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-28 16:57:03🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په کونړ ولایت کې یوه ښوونځي ته نږدې د چاودنې له امله د ماشومانو پر مرګ‌ژوبلې خواشیني څرګنده کړې ده. یونیسف په یوه اعلامیه کې د یادې پېښې له ټپیانو او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده. سرچینې زیاته کړې چې یونیسف او همکار بنسټونه یې په سیمه کې حضور لري، له زیانمنو شویو سره د ژوند ژغورنې مرستې کوي او د زیانمنو ماشومانو او کورنیو نورې اړتیاوې هم ارزوي. یونیسف ټینګار کړی چې ښوونځي باید د ټولو ماشومانو لپاره خوندي ځایونه وي. د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي وو چې «نن سهار د کونړ ولایت د مرکز په اندیرسیر سیمه کې ښوونځي ته نږدې چاودنه شوې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې اووه زده‌کوونکي شهیدان شوي او ۹۹ نور ټپیان دي.»

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-28 16:57:03

خط زمانی

  1. Pajhwok

    یونیسف په کونړ کې د نننۍ چاودنې له امله د ماشومانو پر مرګ‌ژوبلې خواشیني ښودلې

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-28 21:16:27

یونیسف په کونړ کې د نننۍ چاودنې له امله د ماشومانو پر مرګ‌ژوبلې خواشیني ښودلې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button