Healthافغانستاندری

یونیسف: په ۵۵ افغان روغتونونو کې روغتیايي خدمات ښه شوي

در حال تکمیلHealth1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-28 02:00:18🎙 رادیو را بشنوید

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) وایي، په افغانستان کې د روزنیزو پروګرامونو او روغتیايي تجهیزاتو له لارې په ۵۵ روغتونونو کې د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو روغتیايي خدمات ښه شوي دي. یونیسف ویلي، د «HIVA» پروژې له لارې د ډاکټرانو، قابلو او نورو روغتیايي کارکوونکو مسلکي وړتیاوې د روزنې، مشورې او څارنې له لارې پیاوړې شوې دي. د دغه بنسټ په وینا، پروژه د اسیا پراختیايي بانک په ملاتړ پلې کېږي او موخه یې د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو روغتیايي خطرونو کمول او روغتیايي خدمتونو ته د هغوی لاسرسی زیاتول دي. په ځینو روغتیايي مرکزونو کې د مسلکي زده‌کړو لپاره ۱۰ کوچني لابراتوارونه هم جوړ شوي دي.

اطلاعات کوتاه

موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-28 02:00:18

خط زمانی

  1. Parstoday

    یونیسف: په ۵۵ افغان روغتونونو کې روغتیايي خدمات ښه شوي

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-08-28 01:52:45

یونیسف: په ۵۵ افغان روغتونونو کې روغتیايي خدمات ښه شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button