د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، په افغانستان کې د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو د تړل کېدو نږدې پنځه کاله کېږي؛ خو لاهم مېلیونونه نجونې له زدهکړو محرومې دي او د دغه وضعیت اغېزې د هېواد پر راتلونکې ورځ تر بلې ژورېږي. د راپور له مخې، د ۲۰۲۱کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته زرګونه پخواني امنیتي ځواکونه او هغه افغانان چې له امریکا او لوېدیځو ادارو سره یې کار کړی و، له جدي ستونزو سره مخ شول.راپور د رسول په نوم د افغان ملي اردو د یوه پخواني سرتېري کیسه بیانوي، چې د طالبانو پر ضد یې د هلمند په جګړو کې برخه اخیستې وه. رسول ویلي، د جمهوري نظام تر سقوط وړاندې یې هېڅکله فکر نه کاوه چې طالبان به دومره ژر کابل ونیسي او پوځ به د جګړې له دوام پرته منحل شي.هغه وايي: «که حکومت تسلیمېدل غوښتل، باید له پیله یې دا کار کړی وای؛ څو دغه ټولې قربانۍ او مرګ ژوبله نه وای رامنځته شوې». د راپور له مخې، رسول اوس هم په پټه ژوند کوي او ادعا کوي، چې د طالبانو له عمومي عفوې سره، سره وخت ناوخت د پخوانیو سرتېرو د وژل کېدو او ورکېدو خبرونه اوري.راپور د زهرا په نوم د یوې افغانې ښځې کیسه هم رااخلي، چې د امریکا له حکومت سره…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
یونېسف: د نجونو پر زدهکړو د بندیز له امله مېلیونونه افغان نجونې له زدهکړو بېبرخې شوې دي
منابع
Afghan sources
یونېسف: د نجونو پر زدهکړو د بندیز له امله مېلیونونه افغان نجونې له زدهکړو بېبرخې شوې دي