EconomyEnglishKabulافغانستان

یوه ترکمنستاني شرکت چینایانو ته په تورغونډۍ بندر کې د لوژستیکي کمپلېکس جوړولو… — Pajhwok

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-10 06:12:23🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – د ترکمنستان یوه ساختماني شرکت له خپلو چیني شریکانو سره د سرخس، ماري او سرحداباد ترمنځ د چټک ‌تګ راتګ لویې لارې جوړولو او د افغانستان په تورغونډۍ بندر کې د یوه عصري ګودام‌لرونکي او لوژستیکي کمپلېکس جوړولو طرحې وړاندې کړې دي. د نیوز سنټرل اسیا وېب‌پاڼې راپور ورکړی چې دغه طرحې د ترکمنستان او چین د سوداګرۍ په هغې غونډه کې وړاندې شوې چې د روان کال د نومبر په ۶مه او ۷مه د چین په شانګهای ښار کې جوړه شوې وه. د دې رسنۍ د راپور له مخې، د ترکمنستان «اوجار اسیا» شرکت په دې غونډه کې چې د دواړو هېوادونو د دولتي ادارو او خصوصي سکټور څه باندې ۵۰۰ استازو ګډون پکې کړی و، د ترانسپورټ، لوژستیک او کرنې برخو کې د بنسټیزو پروژو او پانګونې یو لړ طرحې وړاندې کړې دي. د افغانستان په تورغونډۍ بندر کې د ګودامونو او لوژستیکي کمپلېکس جوړول، د سرخس – ماري – سرحداباد لویې لارې جوړول، په سرحداباد کې د هوټل او لوژستیکي کمپلېکس جوړول او همدارنګه د اوړو تولیدولو یوې فابریکې جوړول د یاد شرکت له وړاندې شوو طرحو څخه دي. په دې غونډه کې د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا، صنعتي همکاریو، د ترانسپورټي او لوژستیکي دهلېزونو پر پراختیا او د نویو ټکنالوژیو پر کارولو هم خبرې شوې او د ګډونوالو لورو ترمنځ د همکاریو اسناد…

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-11-10 06:12:23

Timeline

  1. Pajhwok

    یوه ترکمنستاني شرکت چینایانو ته په تورغونډۍ بندر کې د لوژستیکي کمپلېکس جوړولو طرحه وړاندې کړې ده

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-10 10:38:18

یوه ترکمنستاني شرکت چینایانو ته په تورغونډۍ بندر کې د لوژستیکي کمپلېکس جوړولو طرحه وړاندې کړې ده

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button