EnglishPoliticsافغانستان

یو شمېر افغان فرهنګیان: د ژبو او نورو ملي مسایلو په اړه ناسم… — Bbc

DevelopingPolitics1 SourcesUpdated: 2026-09-08 02:07:39🎙 Listen to radio

یو شمېر افغان لیکوال، شاعران، او اکاډیمیک شخصیتونه وايي، په افغانستان کې د ژبو، ادب او فرهنګي رنګارنګي او تنوع د ټولو افغانانو ګډ ''معنوي میراث'' دی، چې باید د ''بېلتون او تقابل'' پر ځای باید د ملي یووالي او پیوستون لپاره محور شي. په یوه ګډ بیان کې چې تېره ورځ (سپتمبر) شپږمه مشهور شاعر، لیکوال او د افغانستان اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالباري جهاني پر خپله فېسبوک پاڼه هم خپره کړې، ویل شوي، په دا وروستیو ورځو کې پر خواله رسنیو ځینو ''خورا پاروونکو، ناعلمي، متخاصمانه او د ملي یووالي پر خلاف څرګندونو'' ته په اشارې سره ویل شوي، چې ''دغسې ناسم دریځونه به د بېلابېلو ستونزو او ناورینونو ځپلی افغان ولس لا پسې وځوروي.'' په اعلامیه کې د دې افغان لیکوالو او فرهنګیانو په استازیتوب ویل شوي، " موږ چې په اوسنیو شرایطو کې له ګڼو ستونزو او بحرانونو سره لاس و ګریوان یوو، باید په خپل فرهنګ او ګډه تاریخي حافظه کې له ستونزو څخه د راوتلو پر معقولو او علمي لارو چارو فکر وکړو او نه ‌ښايي په بې‌ معنی او نامنطقي شخړو واټنونه زیات کړو.'' په دغه اعلامیه کې د مشهورو افغان لیکوالو، شاعرانو او علمي شخصیتونو، حبیب الله رفیع، زلمي هېوادمل، عبدالباري جهاني، محمد اصف صمیم، زرین انځور، محمد بشیر دودیال، بریالي باجوړي، پیرمحمد کاروان، عبدالغفور لېوال او لعل پاچا ازمون نومونه…

Quick facts

TopicPolitics
Sources1
Updated2026-09-08 02:07:39

Timeline

  1. Bbc

    یو شمېر افغان فرهنګیان: د ژبو او نورو ملي مسایلو په اړه ناسم دریځونه افغان ولس لا پسې ځوروي – BBC News پښتو

Sources

External sources

BbcPS
2026-09-07 14:48:25

یو شمېر افغان فرهنګیان: د ژبو او نورو ملي مسایلو په اړه ناسم دریځونه افغان ولس لا پسې ځوروي – BBC News پښتو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button