KabulNewsافغانستاندری

د خپروندویه ادارو او کتاب پلورونکو ستونزو د هواري کمېټې غونډه وشوه — Bakhtar

در حال تکمیلNewsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-06 10:07:09🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مهاجري فراهي په مشرۍ د خپرندویه ادارو او کتاب پلورونکو ستونزو د هواري کمېټې غونډه په کابل کې ترسره شوه. د باختر اژانس د خبر له مخې، په دې غونډه کې د افغانستان د فتحې ورځ چې د زمري ۲۴مې سره برابره ده په همدې مناسبت د کتابونو د نندارتون د لا ښه تنظیم په موخه نظرونه تبادله شول. د کمېټې غړو ټینګار وکړ، چې د دغه نندارتون جوړول د خپرندویانو او کتاب ‌پلورونکو د ملاتړ، د مطالعې د ودې او د تازه چاپ شویو اثارو پېژندنې لپاره ځانګړی اهمیت لري. د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د زمري د ۲۴مې په مناسبت به د کتابونو نندارتون د یوې اوونۍ لپاره د خپرندویانو او کتاب ‌پلورونکو د نشراتي او فرهنګي بازار په ماشین ‌خانه کې جوړ شي، څو د چاپي اثارو د معرفۍ، نندارې او د کتاب مینه ‌والو لپاره د لاسرسي مناسب فرصت برابر شي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعNews
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-06 10:07:09

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د خپروندویه ادارو او کتاب پلورونکو ستونزو د هواري کمېټې غونډه وشوه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-06 08:33:34

د خپروندویه ادارو او کتاب پلورونکو ستونزو د هواري کمېټې غونډه وشوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button