HealthKabulافغانستانپښتو

د عامې روغتيا وزارت له يوې مؤسسې سره د څه باندې ۱۸.۵ ميليونه… — Bakhtar

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-11 14:27:48🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت، له يوې مؤسسې سره د څه باندې ۱۸ ميليونه ۵۷۷ زره افغانیو په ارزښت؛ کابل کې له روږديتوب څخه د روږدو کسانو د ژغورنې په موخه هوکړه‌ليک لاسليک کړی دی. د ياد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: "د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل کې له اعتیاد څخه د روږدو خلاصون په موخه له «ام‌اس‌ډي» مؤسسې سره د ۲۸۸ زره ۳۱ ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسليک شو." د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ ياد هوکړه‌لیک د روغتيايي خدمتونو د کيفيت لوړولو، د لاسرسي زياتوالي او د خلکو روغتيايي ستونزو د راکمولو په موخه د دوو کلونو لپاره لاسليک شوی چې له مخې به یې د روږدو کسانو درملنې یو روغتيايي مرکز له لارې د کابل ولايت ۷۰ اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او ۱۴ کسانو ته به په روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي. دغه راز د «ام‌اس‌ډي» مؤسسې استازو ژمنه کړې چې ياده پروژه به په ټاکلې موده او ټاکل شويو معيارونو سره پلې کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-09-11 14:27:48

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د عامې روغتيا وزارت له يوې مؤسسې سره د څه باندې ۱۸.۵ ميليونه افغانيو په ارزښت هوکړه ليک لاسليک کړ

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-11 05:42:07

د عامې روغتيا وزارت له يوې مؤسسې سره د څه باندې ۱۸.۵ ميليونه افغانيو په ارزښت هوکړه ليک لاسليک کړ

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

دا هم وګورئ
Close
Back to top button