افغانستانامنیتبلخپښتو

طالب چارواکی: د یوه امیر «ملا هبت‌الله» اطاعت وکړئ — AF International

روان خبرSecurityبلخ1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-28 23:45:08🎙 راډیو واورئ

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت یو مسوول په بلخ ولایت کې له خلکو غوښتي چې د یوه امیر «ملا هبت الله» اطاعت وکړي او د یووالي او اتحاد لپاره هڅې وکړي؛ خو د غونډې ګډونوالو د برېښنا، سړکونو او پاکو اوبو د ستونزو د حل غوښتنه کړې ده. د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مشر مولوي محمد اجان رهبر بلخ ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه وزارت په یوه ولسي غونډه کې له خلکو غوښتي چې د دوی د امیر «ملا هبت الله» اطاعت وکړي. رهبر ویلي، افغانان د سرښندنو او قربانیو زرین تاریخ لري او اوس اړتیا ده چې د یووالي او اتحاد داسې تاریخ جوړ کړي چې راتلونکي نسلونه پرې وویاړي. نوموړي افغانستان د غشو له لینډۍ سره تشبیه کړی او ویلي یې دي چې د تاریخ په اوږدو کې له دې خاورې سره د مخامخ شویو لښکرو د ماتې او شرمندګۍ بېلګې شته. د طالبانو د دغه مسوول څرګندونې په داسې حال کې دي چې د غونډې ګډونوالو د برېښنا، سړکونو او پاکو اوبو د ستونزو د حل غوښتنه کړې او له مسوولانو یې غوښتي چې د خلکو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي. د امیر پر اطاعت او ملي یووالي د طالبانو د مسوولانو…

لنډ معلومات

ځایبلخ
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-28 23:45:08

مهالوېش

  1. AF International

    طالب چارواکی: د یوه امیر «ملا هبت‌الله» اطاعت وکړئ

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-28 22:42:40

طالب چارواکی: د یوه امیر «ملا هبت‌الله» اطاعت وکړئ

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button