د دغه وزارت په وینا، دا کسان په پاکستان کې د اوسېدو د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله د دغه هېواد د پولیسو لخوا نیول شوي وو، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي. له دغو راخوشې شویو کسانو څخه ۱۲۵ تنه د ننګرهار د تورخم او ۲۲ تنه نور یې د کندهار د سپین بولدک د فرضي کرښې له لارې بېرته خپل هېواد ته رالېږدول شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په تېره یوه اونۍ کې هم لږ تر لږه ۳۴۴ تنه نور افغانان د پاکستان له بېلابېلو محبسونو راخوشې او هېواد ته ستانه کړل شوي وو. پاکستان په دې وروستیو میاشتو کې د بېاسناده افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو لړۍ چټکه کړې ده؛ دا پروسه چې د ۲۰۲۳ کال په پای کې پیل شوې، تر اوسه یې له امله له دوه میلیونو څخه زیات افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي. د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو بشري بنسټونو په پرله پسې ډول د افغان کډوالو د پراخ او جبري ایستلو د ناوړه بشري پایلو په اړه اندېښنه ښودلې او وایي چې راستنېدونکي په هېواد کې له سختو اقتصادي ستونزو او د لومړنیو خدماتو له کمښت سره مخ دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Amu TV
۱۴۷ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته ستانه شول | آمو ټلویزیون
سرچینې
Afghan sources
۱۴۷ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته ستانه شول | آمو ټلویزیون