Kabulافغانستانامنیتپښتو

عراقچي: د ایران او افغانستان ترمنځ سرحدي ستونزې دې د سیمه‌ییزو چارواکو له… — AF International

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-15 16:27:23🎙 راډیو واورئ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وايي، د ایران او افغانستان ترمنځ، په ځانګړي ډول په سرحدي سیمو کې، ډېرې ستونزې د کابل او تهران پر ځای د سیمه‌ییزو چارواکو ترمنځ په چټکۍ او اسانۍ حل کېدای شي. کاناډا وايي، پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو پنځه کاله پوره شول، خو کابل لا هم له بد بشري او سیاسي بحران سره مخ دی. د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا انند او د نړیوالې پراختیا لپاره د دولت وزیر رنډیپ سرای د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت په ګډه اعلامیه کې ویلي، « کاناډا د طالبانو هغه سیاستونه په کلکه غندي چې د افغانانو پر وړاندې د سختې ځپنې، پراخو بشري حقونو د سرغړونو او د اساسي ازادیو د کمزوري کېدو لامل شوي دي». دوی ویلي، افغانستان له مخ پر خرابېدو بشري، سیاسي او د بشري حقونو له بحران سره مخ دی او طالبانو له واک ته رسېدو وروسته داسې ایډیالوژیک نظام بنسټیز کړی چې ښځې او نجونې پکې په ځانګړي ډول هدف ګرځول شوې دي. د کاناډا په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو فرمانونه د ښځو او نجونو د ژوند نږدې هر اړخ اغېزمنوي او میلیونونه افغانې نجونې لا هم له زده‌کړو محرومې دي. د اعلامیې له مخې، ښځې د کار، ازاد تګ‌راتګ او بیان ازادۍ له فرصتونو محرومې دي او…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-15 16:27:23

مهالوېش

  1. AF International

    عراقچي: د ایران او افغانستان ترمنځ سرحدي ستونزې دې د سیمه‌ییزو چارواکو له لارې حل شي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-15 15:48:54

عراقچي: د ایران او افغانستان ترمنځ سرحدي ستونزې دې د سیمه‌ییزو چارواکو له لارې حل شي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button