Summary: د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سیف الدین معتصم د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر شیخ شېر احمد حقاني سره په لیدنه کې د فرهنګي میراثونو د ساتنې او د دولتي ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې وکړې. کابل، د وږي ۲مه، باخترد جوزجان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سیف الدین معتصم د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر شیخ شېر احمد حقاني سره په لیدنه کې د فرهنګي میراثونو د ساتنې او د دولتي ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې وکړې.په دې لیدنه کې د جوزجان ولایت د تاریخي ابداتو او اثارو د ساتنې او پالنې، د هېواد د خپلواکۍ د کالیزې نمانځلو او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او نورو امارتي ادارو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ په اړه بحث وشو.همدارنګه، د اړوندو قوانینو او اصولو په چوکاټ کې د رسنیو د همغږۍ، همکارۍ او څارنې په اړه خبرې وشوې او د مسوولو ادارو او سیمه ییزو رسنیو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پر رامنځته کولو ټینګار وشو.نوموړي په دې لیدنه کې د خپلې ادارې اړوند یو شمېر وړاندیزونه او ستونزې له وزیر سره شریکې کړې او په یادو برخو کې یې د همکارۍ او لازمې پاملرنې غوښتنه وکړه.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
کابل؛ د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ته کاري راپور وړاندې کړ
منابع
Afghan sources
کابل؛ د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ته کاري راپور وړاندې کړ