د بامیان ولایت په لس ورځنیو ټاکنیزو سیالیو کې له ګډون وروسته، ۳۰ تنه ورزشکاران د افغانستان د کوهنوردۍ ملي ټیم ته وټاکل شول. دا سیالۍ چې د المپیک او بدني روزنې د عمومي ریاست او د کوهنوردۍ فدراسیون له لوري تنظیم شوې وې، د هېواد له ۹ ولایتونو څخه پکې ۹۰ تنو کوهنوردانو برخې اخیستې وې. د سیالیو تر څنګ، افغان کوهنوردانو ته یوه روزنیزه دوره هم برابره شوې وه چې د دریو ایراني روزونکو له لوري ورته عملي روزنه ورکړل شوه. د دغې روزنیزې دورې په پای کې ۳۱ تنو ګډونوالو ته د عملي زده کړو او د درېیمې درجې کوهنوردۍ د روزنیز خدمت سندونه سپارل شوي دي. د مسؤلینو په وینا، د کوهنوردانو د پرلهپسې تمرینونو لپاره په بامیان کې د ۱۵۰ متره لوړوالي او ۵۰۰ متره اوږدوالي لرونکې یوه طبیعي تېږه (سنگنوردي) هم چمتو او ځانګړې شوې ده.
Quick facts
Timeline
-
Amu TV
۳۰ ورزشکارانو د کوهنوردۍ ملي ټیم ته لاره وموندله | آمو ټلویزیون
Sources
Afghan sources
۳۰ ورزشکارانو د کوهنوردۍ ملي ټیم ته لاره وموندله | آمو ټلویزیون