Politicsافغانستاندریننګرهار

د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د اورښتونو او سیلابونو راوتلو اټکل شوی

در حال تکمیلPoliticsننګرهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-23 08:51:59🎙 رادیو را بشنوید

د سرپرست حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست، د افغانستان په دولس ولایتونو کې له نن یکشنبې څخه د سختو بارانونو، تالندې او برېښنا، ناڅاپي سېلابونو او تېزو بادونو د احتمال خبر ورکړی دی. دغې ادارې په بېلابېلو سیمو کې د لسو څخه تر پنځه دیرش میلی‌مټرو پورې د باران اټکل کړی دی. د هوا پېژندنې د تېرې ورځې د خپاره شوي خبرداري له مخې، پنجشېر، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، غزني، بغلان، تخار، بدخشان، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونه به د بارانونو او د سېلابونو د راوتلو شاهدان وي. په دغه خبرداري کې له خلکو او د یادو ولایتونو له اوسېدونکو غوښتل شوي چې اړین احتیاطي تدابیر مراعت کړي او د سیندونو له غاړو او هغو سیمو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي چې د سېلابونو له خطر سره مخ دي. همدارنګه له سیمه‌ییزو چارواکو غوښتل شوي چې د احتمالي خطرونو د مخنیوي او د بارانونو او سېلابونو د پایلو د مدیریت لپاره لازم چمتووالی ونیسي.

اطلاعات کوتاه

مکانننګرهار
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-23 08:51:59

خط زمانی

  1. Parstoday

    د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د اورښتونو او سیلابونو راوتلو اټکل شوی

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-08-23 08:45:08

د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د اورښتونو او سیلابونو راوتلو اټکل شوی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button