کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۵): د یوې تازه نظرپوښتنې له مخې، ۶۹ سلنه امريکايانو ويلي چې له ایران سره جګړه، د جګړې ارزښت نه لري؛ په داسې حال کې چې دغه شمېره په تېره جولای مياشت کې ۶۴ سلنه وه. د اسوشیټېډ پرېس او د «نورک» په نوم څېړنيز مرکز دغه نظرپوښتنه د سپټمبر له ۲۴ تر ۲۸مې د امریکا د ۲۱۴۰ لویانو ترمنځ په ګډه ترسره کړې او د نمونې د احتمالي تېروتنې کچه يې ۲.۹ سلنه ښودل شوې ده. اسوشیټېډ پرېس ليکلي چې د ايران د جګړې خلاف نظرونه د تېرې جولای میاشتې په پرتله پنځه سلنه ډېر شوي دي؛ هماغه مهال ۶۴ سلنه امریکایانو ویلي وو چې له ایران سره جګړه بېارزښته ده. سرچينه زياتوي چې دغهراز ۷۱ سلنه امریکایان د ایران په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له کړنلارې سره مخالفت کوي، خو ۲۸ سلنه د نوموړي کړنلاره تاییدوي. یادې رسنۍ ليکلي، د موندنو له مخې، ۶۵ سلنه امریکایان په هېواد کې د لوړو بیو د دوام پړه د ټرمپ پر سیاستونو اچوي، نه پر هغو عواملو چې د نوموړي له کنټرول څخه بهر دي. راپور دغهراز کاږي چې ۱۷ سلنه امریکایانو د ژوند د لګښتونو په اړه د ټرمپ کړنلاره تایید کړې، په داسې حال کې چې يوازې ۲۶ سلنه د نوموړي د اقتصادي سیاستونو په اړه مثبت نظر څرګند کړی دی. نورک (NORC) یو…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
۶۹ سلنه امریکایانو له ایران سره جګړه بېارزښته بللې ده